
ایکنا د «سبق» له قوله راپور راکړی چې دا مراسم د اسید بشیر عبدالغفار الفتني (د ټول قرآن د حفظ په برخه کې لومړی مقام)، سلیمان بندر مشيب القحطاني (د شلو اجزاوو د حفظ په برخه کې لومړی مقام) او فراس بن احمد مليباري (د مصر د نړیوالو قرآني سیالیو د اوو قرائتونو په برخه کې پنځم مقام) د ستاینې لپاره جوړ شوي وو.
د مکې د قرآن د حفظ د خیریه ټولنې د اداري شورا مشر محمد مکي هدایةالله عبدالتواب ، وویل: دا بریاوې د دوامدارې روزنې، زدهکړې او تعقیب پایله ده او د ټولنې د قرآني فعالیتونو د لوړ کیفیت ښکارندوي کوي.
همداراز، د دې ټولنې د اداري شورا مرستیال، معن بن هاشم حريري، وویل: دا پایلې د قرآنزده کوونکو د پرمختګ کچه څرګندوي، او ټولنه هڅه کوي چې مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي او له بااستعداده او ممتازو کسانو دوامدار ملاتړ وکړي.
همدارنګه، د اداري شورا غړي عبدالله بن عمر قاضي ټینګار وکړ چې دا لاسته راوړنې د قرآني پروګرامونو د پراختیا او د تعلیمي فعالیتونو د پیاوړتیا لپاره یو پياوړی هڅوونکی عامل دی.
په دغو مراسمو کې هغه ښوونکي او څارونکي هم ونازول شول چې د قرآنزده کوونکو د سیالیو لپاره په چمتو کولو او د هغوی په بریا کې یې مهم رول درلود.
https://iqna.ir/fa/news/4333309